BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • طالبانو له روسیې د تېلو، ګازو او غنمو د پېرلو هوکړه لاسلیک کړې

    د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نور الدین عزیزي ویلي چې له روسیې سره یې له دغه هېواده د تېل، ګاز او غنمو پېرلو لنډمهاله هوکړه لاسلیک کړې ده. رویټرز خبري اژانس د ښاغلي عزیزي له خولې لیکلي‌ چې روسیې د طالبانو حکومت ته له اوسط نړیوال نرخه په ارزانه د توکو ورکولو وړاندیز کړی. روسیه به د دې هوکړې له مخې افغانستان ته یو میلیون ټن پېټرول،‌ یو میلیون ټن ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع (اېل پي جي) ګاز او دوه میلیون ټنه غنم برابروي.

  • د ایران لاریونونه؛ د مخکني ولسمشر رفسنجاني لور نیول شوې

    ایراني خبري رسنیو ویلي، امنیتي کسانو د ایران د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني لور فائزه هاشمي د سې شنبې په ورځ په هېواد کې اړ و دوړ ته د خلکو د هڅولو په تتور نیولې ده.

  • محمد بن سلمان د سعودي د وزیرانو شورا مشر ټاکل شوی

    د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ د وزارتونو د تعدیل پرېکړه کې د وزیرانو شورا مشر ټاکل شوی او ورور یې خالد چې مخکې مرستیال دفاع وزیر و، د دفاع وزیر ټاکل شوی دی.

  • د نجونو زدکړو په اړه د طالب چارواکو نظر ولې وېشلی دی؟

    د طالبانو حکومت کې داسې لږ پېښ شوي چې د مشرانو ترمنځ دې یې د نظرونو اختلاف بهر راووځي. خو د نجونو پر زدکړو د بندیز له دوام سره ښکاري چې ځیني چارواکي يې له دې کبله اندېښمن او ناراض دي. افغانستان کې د نجونو منځینیو ښوونځیو دروازې له څه باندې یوه کال راهیسې تړلې، خو د طالبانو حکومت لږو چارواکو په ښکاره په دې تړاو د خپل مشرتابه پرېکړه ننګولې ده. یو شمېر څارونکي وايي ځیني طالب جګپوړي چارواکي د نجونو ښوونځیو د پرانیستل کېدو پلویان دي خو په زغرده دا خبره نه کوي.

  • د مکسیکو ځنګل کې د "یهودي طالبانو" له مرکزه ماشومان ژغورل شوي

    ي بي سي ته مالومه شوې چې د مکسیکو یوه ځنګله کې د یهودانو د یوې توندلارې فرقې پر مرکز د پولیسو چاپه کې یو شمېر ماشومان او تنکي ځوانان موندل شوي دي. د اسراییل بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې چاپه کې د "لېف طهور" یا (پاک زړه) په نوم د دې فرقې دوه غړي هم د انساني قاچاق او همدا راز د جنسي تېري په ګډون د جدي سرغړونو په شک نیول شوي دي.

  • د ایران چابهار کې پر یوې نجلۍ د تېري ادعا؛ قهرېدلو لاریونوالو "دولتي ودانۍ" ته اور اچولی

    د ایران د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار ښار کې قهرېدلو احتجاج کوونکو سې شنبه ناوخته یوې دولتي ودانۍ ته اور اچولی دی. دوی ویلي چې د دغه ښار راسک ولسوالۍ کې یې پر "یوې نجلۍ د پولیسو قوماندان لخوا د تېري" غبرګون کې پر احتجاج لاس پورې کړی خو دغه لاریون یې د مهسا امیني وژل کېدو سره هم تړاو لري.

  • روسیې د اوکرایین د اشغال شویو سیمو "تش په نامه" ټولپوښتنه کې د بریا ادعا کړې

    د اوکرایین په هغو سیمو څلورو سیمو کې ټولپوښتنه پای ته رسېدلې، چې روسیې اشغال کړې دي. داسې شکونه شته، چې روسیه به دا رایې اخیستنه له خپلې خاورې سره د اوکرایین دې سیمو یو ځای کولو لپاره یوه پلمه کړي.

  • د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه: "که طالبان خپله تګلاره بدله نه کړي د افغانستان راتلونکی ناڅرګند دی"

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي سرپرست ځانګړي استازي مارکووس پوتزل د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ویلي، که طالبان د ټولو افغانانو حقونه خوندي نه کړي او په مثبته انداز له نړیوالې ټولنې سره تعامل و نه کړي، د افغانستان راتلونکی نامعلوم دی. ښاغلي پوتزل په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وینا کې زیاته کړه، فغانستان د سختو ستونزو له یوې لړۍ سره مخامخ دی.

  • عباس ستانکزی: تعلیم پر نر او ښځه فرض دی؛ خالد حنفي: دنیاوي تعلیم مباح دی

    افغانستان کې د طالبانو د حکومت دوو مهمو چارواکو د سې شنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د تعلیم پر موضوع متضادې څرګندونې کړې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د 'ګرځندوی صنعت' په اړه یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي. بل لور د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، دنیاوي تعلیم مباح دی، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.

نيمه نړۍ

ځانګړي مطالب

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

ځانګړې پاڼه

ځانګړې پاڼه: د طالبانو د واکمنۍ يو کال

د اګست پر ۱۵ د طالبانو د واکمنۍ يو کال پوره کېږي. بي بي سي د طالبانو د واکمنۍ تېر يوه کال بېلابېلو برخو ته کتنه کړې ده.

  • عباس ستانکزی: پاکستاني چارواکي دې د افغانستان پر موضوع 'تجارت' نه کوي

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د پاکستان له چارواکو غواړي چې نور پر نړیوالو غونډو کې د افغانستان پر موضوع ‘تجارت’ او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. ظاهراً د نوموړي خبرې تېره جمعه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر هغو څرګندونو ته ځواب دی چې ویل‍ي یې وو، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.

  • بلېنکن بلاول بوټو سره لیدنه کې؛ "په ګډه افغانستان کې امن غواړو"

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن ویلي "دوو لسیزو پورې د امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې افغانستان کې امن ټینګ شي." هغه زیاته کړې چې "دغه هېوادونه اوس هم په شریکه د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي." ښاغلي بلېنکېن دا څرګندونې واشنګټن کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره تر کتنې وروسته ګډې خبري ناسته کې کړې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر دلته پاکستان سره د خوړو امنیت برخه کې د لس میلیون ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.

  • کندهار کې ډله ییز قبرونه موندل شوي؛ ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه کړې

    تر هغې وروسته چې طالبانو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړ، د ملګرو ملتونو چارواکو په دې تړاو پر څېړنو ټینګار کړی. د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن ویلي‌ اړینه ده چې دا ډول ډله ییز قبرونه خوندي پاتې او د مختصصو کسانو لخوا وڅېړل شي. طالبان تور پورې کوي چې دغه قبر کې ښخ شوي کسان د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق لخوا وژل شوي.

  • رپوټونه: د افغان سیکانو او هندوانو بله ۵۵ کسیزه ډله هند ته لېږدول شوې

    هندي رسنۍ وايي د افغان هندوانو او سیکانو یوه بله ۵۵ کسیزه ډله له کابله نوي ډیلي ته لېږدول شوې ده. له افغانستانه یکشنبه په وتلو هندوانو او سیکانو کې ۳۸ ښځې او سړي او ۱۷ ماشومان وو. هندي رسنیو دا هم ویلي چې اوس یوازې ۴۳ نور اهل هنود افغانستان کې پاتې دي. له افغانستانه هند ته د هندوانو او سیکانو د لېږد لړۍ تر هغې وروسته چټکه شوه چې د غبرګولي پر ۲۸ د کابل کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو.

  • اروپايي ټولنه: د روسیې د ګازو نل ليکو د تخریب په اړه څېړنه کوو

    اروپايي هېوادونه وايي، له روسیې اروپا ته د ګازو غځېدلې دوو لویو نل لیکو د تخریب په اړه څېړنه پیلوي.

  • د ایران د بشر حقونو ډله؛ لاریونونو کې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژل شوي

    په ایران کې لس ورځې مخکې د پړوني ناسم ‌پرسرولو د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني له نیول کېدا او مړینې وروسته پیل شویو لاریونونو په درشل کې انټرنېټ ته لاسرسی محدود شوی، خو تېره ورځ په ځینو ښارونو کې لاریونیانو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای او حکومت پرضد شعارونه ورکول.‌ په ورته وخت کې نړیوالو مطرح څېرو او بنسټونو د ایران له معترضانو سره همغږي ښودلې ده.

  • د هند حکومتي ودانیو کې د احتجاج په ډول غواګانې خوشې شوي

    خیریه بنسټونو چې د هند په لوېدیځ ګجرات ایالت کې د غواګانو خوندي ځایونه اداره کوي زرګونه غواګانې يې د دې لپاره حکومتي ادارو کې خوشې کړي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

  • روسیې جګړې ته د پوځیانو راټولولو کې تېروتنه ومنله

    روسیې له اورکرایین سره جګړه کې د پوځیانو راټولولو کې تېروتنې ومنلې او وايي د ولسمشر پوتین د فرمان ضد لاریونونو کې به خپلې تېروتنې سمې کړي. رپوټونه وايي، د احتیاطي پوځیانو راغونډولو کې به یو میلیون کسان شامل شي.

  • ساینسپوهان: ماشومان رحم کې ګازرو ته 'موسکي' کېږي، کاهو ته 'تندی تروش' نیسي

    په بریتانیا کې پر ۱۰۰ میندوارو مېرمنو او جنین یوې تازه څېړونې موندلې ده کله چې میندواره مور ګاجرې خوري په رحم کې نازیږېدلي ماشومان 'موسکي' کېږي او کله چې کاهو خوري نو 'ناخوښي' ښيي.

  • داسې وېروس چې انسانانو کې سرطان ختموي

    بریتانوي ساینسپوهان وايي، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره پر انسانانو د یو لړ نویو څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د یوه عادي ویروس په مرسته د ناروغ په بدن کې پر سرطان ککړې حجرې له منځه وړل کېدای او د دې ناروغۍ درملنه پرې کېدلی شي.

  • نوې څېړنه؛ ښه سهارنۍ د اشتها کنټرول ته ګټوره ده

    څېړونکي وايي ښه مکلفه سهارنۍ کول، خو سپکه شانې د شپې ډوډۍ که له یوې خوا د وزن په کمولو کې مرسته کوي، د ورځې له مخې د ډېرې لوږې احساس هم کموي.

  • جوبایډن امریکا کې کورونا وبا ختمه ګڼي

    د امریکا د متحدو ایالتو ولسمشر جوبایډن ویلي، سره له دې چې هېواد کې د کووېډ ۱۹ له امله د پېښو او مړینو ثبت روان دی خو امریکا کې کورونا وبا ختمه ګڼي.

  • رکشه چلوونکي د ۲۵۰ میلیونه روپیو لاټري وګټله؛ خو اوس پښېمانه دی

    په هند کې یو رکشه چلوونکی چې څه موده مخکې یې دوه نیم سوه میلیونه هندۍ روپۍ په لاټرۍ کې ګټلې وې، اوس وایي دومره ډېر خلک ورنه مالي مرسته غواړي چې دی نور په تنګ شوی او د لاټرۍ په ګټلو پښېمانه دی.

  • افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچې په هکله ضد او نقیض څرګندونې شوې

    پاکستانۍ رسنۍ وايي افغانستان ته د دې هېواد صادارت زیات شوي او یوازې په تېره اګست میاشت کې ۹۵ ملیونه ډالرو ته رسېدلي دي، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي د افغانستان اړونده ادارې دا شمېرې نه تاییدوي او د پاکستان پر تله افغانستان له منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو سره پراخه سوداګري لري. ښاغلی الکوزی وايي اوس پاکستان ته افغانستان د صادراتو کلنۍ کچه تر ۴ سوه ملیونو رسېږي.

  • د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين ترمنځ ګډ اقتصادي دهلېز پرانیستل شو

    دې هېوادونو د وږي میاشتې پر نولسمه په دې اړه هوکړه لاسلیک کړې و، چې پرون یې له مخې د سوداګريزو توکو لومړنى ریل ګاډى بلخ ته ورسېد. چارواکي وايی دې دهلیز سره به اوس له چینه سوداګریز توکی په لنډ وخت کې افغانستان ته رارسیږي. ټاکل شوې، چین ته د افغانستان صادرات هم له همدې لارې وشي.

  • لبنان کې بانکونه 'تر نامعلوم وخته' پورې تړل شوي دي

    په لبنان کې د بانکونو اتحادیه وايي، تر څو چې یې چارواکو امنیت خوندي کړی نه وي، تر 'نامعلوم وخته' به بانکونه تړلي پاتې شي.

ځانګړې پاڼه

انځورونه

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Pashto Tv, ۱۳:۳۰, ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۲, ۲۶،۰۰ موده

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۲, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.